دريمه نيكمرغه كليزه
ولي زيارمل ولي زيارمل

كله چي دګران وطن آفغانستان په نيلګون آسمان كي دلمرځلانده وړانګوهري خواته روښناېې خپروله اوغم ځپلې اولس ته ْْېې دراتلونكې نېكمرغه سباوون په اړونددخوښۍ،سوكالۍاودېوسرلوړي ازاد اوابادآفغانستان زېرې وركاوه.دسمندربلې خوااودسېمې توروورېځواولړجنوبادونوزموږدهېواددتوروبسيوپه مرسته ددې زرېنووړانګوپه مخ لكه دشپول راتاوشول،وطن اواولس ْْېې دتورې غدۍ په څېرپه خپلومنګولوكې ونېوو.هېوادْېې وران اودخلكوپاكې هېلې ْېې دخاوروسره يوځاي كړي.

دپرديونوكرانودخپلوبهرنيوبلواسګروبادارانوپه نيغه [مستقيمه]مرسته بي ځنډه په ملي،دولتي پانګو،موزيمونو،تاريخي اثارو،بانكونواودخلكوپه مال اوعزت تالان ګډكړاودمالونودويش په اړوندېې په خپل منځي جګړو پيل وكړ.چي پايله ېې دهيوادوراني

اوپه زرګونوپيګناهوهيوادوالوچي په كي ښځي،نارينه،سپين ګيري،ځوانان اوماشومان

ګډون درلودپه شهادت ورسيدل.زيات شميرخلك دخپلوكورونوڅخه بيځايه اوځني دوطن

پريښودولوته اړشول.

پدي لړكي هيواداوخلكوته يوشميرروڼ آندي چي په سوله،دموكراسۍ،دمدني ټولني په جوړښت،ټولنيزعدالت اود وطن دپرمختگ سره ېې مينه درلوده،خپل برخليك ېې دوطن

اوخلكودبرخليك سره غوټه كړاودسراومال په سودا سره ېې په هيوادكي دسولي اودموكراسۍ دبياراتگ اوټينګښت اودخپلووياړلوشهيدانواوقهرمانانووينوته ددرناوي

اوهغوي دپاكوهيلودژوندي ساتلوپه خاطرېې دملي دموكراتيكوځواكونوبيرغ دمنځنيو

پيړيودتنظيمي اوطالبي زورواكونظامونوپه تورتم لوړاورپانده وساتلو.

دټولوهيوادپالواوملي ځواكونوديوموټي توب په اړوندېې په هيوادكي دسولي اودموكراسۍ

دبيا رامنځته كيدو،ملي واكمنۍ دټينګښت،ملي استقلال،دخلكودسوكالۍ اودورونومليتونو

ترمنځدهرډول ظلم،ژبني،قومي،قبيلوي،سيمه ايز،نژادي اوګټه ايز[اقتصادي]توپيرپرته

ټولني دجوړيدوخپلي دهيوادپالني هلي ځلي پيل كړي،چيددوي په منځ كي به دګرانوملگرو

ببرك كارمل اومحمودبريالي هاندونه دافغانستان په راتلونكي تاريخ كي

تلپاتي وي.

ملگري ببرك كارمل خپل ټول ژوند ديوسرلوړي ازاداوخپلواك افغانستان اوخلكوته دهرډول ظلم،ملي اونژادي توپير پرته ټولني اودبسيا ژوند دجوړيدولپاره وقف كړ.

ملګري ببرك كارمل دهيوادپۀ ملي – مترقي غورځنگ كي دملي يووالي،صداقت،پاكۍ

اوايمانداري لوړه نمونه[سمبول]ؤ.هيواداوخلكوسره ېې خاصه مينه لرله اودهيواد دټولو

ملي-دموكراتواوپرمختګ غوښتونكوځواكونوديوموټي توب په اړوند دپراخ سياسي نظر

لرونكي ؤ.له همدي كبله دژوندتروروستيوشيبوپوري ېې په يوموټي سياسي وطنپاله غورځنګ كي دټولومترقي اوخلكوته دسوكاله ژوند دبرابرولومبارزينوترمنځ په[اړيكو،اړيكواوبياهم اړيكو]ټينګولوسپارښتنه كوله اوپه افغانستان كي ېې ديوپراخ بنسټيز

غورځنګ په جوړيدوېې ټينګاركولو.

ملګري محمود بريالي دتيري نيمي پيړۍ په مترقي سياسي غورځنګ كي چه دملګري ببرك كارمل له خواېې بنسټ ايښودل شوي ؤدخپل لارښودپه دستوراودخلكودهيلودپوره كيدوپه خاطرپه هيوادكي دپرديوپه مرسته دقانوني جمهوري نظام ترنسكوريدو وروسته په

ډيره ميړانه اوزړورتوب سره ېې دسولي،دموكراسۍ اوعدالت غوښتني جنډه[بيرغ]لوړوساتلواوټولووطنپالونكوځواكونوديوموټي كيدوپه اړوندېې مټي راونغښتي په

هيوادكي دننه [داخل]اودباندي[بهر]كي ېې په نه ستړي كيدونكي توګه مبارزه وكړه اودهر

وطنپال دكوردروازه ېې وټكوله.په پايله[نتيجه]كي ېې دخپلوملګرواودوستانوسره يوځاي

دافغانستاندپرمختګ اودموكراسۍټوليزغورحنګ جوړ،دهيواد اواولس غوښتنوته ېې هركلي ووايه.چي دادي نن ددي هيوادپال غورځنګ دريمه دنوموړي غورځنګ دغړيواو

نورووطنپالونكوله خوادغونډوپه جوړيدواومباركۍپيغامونوپه استولوسره لمانځل كيږي.

دافغانستان دپرمختګ اودموكراسۍټوليزغورځنګ چي په واقعيت كي دافغاني ټولني دحق

دلياري دتيروسرښندونكوپرله پسي توب دي،دازادۍاوملي استقلال،دخاوري دبشپړتيا،ملي

واكمنۍ،سولي اودموكراسۍ دټينګښت اوهرډول ظلم،زورواكۍ،بيعدالتۍ اواقتصادي نابرابري پروړاندي اوپه پاې كي ديوي بسيا اوسوكاله ټولني دجوړيدولپاره چي ددي غورځنګ دتګلاري[مرامنامي]دمنځ ټكي جوړوي په سوله ايزه توګه مبارزه كوي.

دافغانستان دپرمختګ اودموكراسۍټوليزغورځنګ دخپل شتون په دريو كلوكي ديوژوندي اورګانيزم په څيرپه پرله پسي ډول وده كړي اوخپلي ريښي ېې دټولنۍ دروڼ اندواوولسونو

په منځ كي ځغلولي اودهري ورځي په تيريدوسره پراختيا مومي.اوس اوس دهيواد په ټولو

ولايتونو،زياټ شميرولسواليواوځينوكليو اوبانډوكي ېې خپل لمړني واحدونه جوړكړيدي.

دافغانستان دپرمختګ اودموكراسۍټوليزغورځنګ خپل دري كلن دوياړډك ژوند كي دازادۍ،سولۍ،دموكراسۍاوټولنيزعدالت په اړوندپه هيواد اودهيوادڅخه بهردوطن دخلكود

غوښتنواوهيلودترسره كيدوپه خاطردخپلي تګلاري[مرامنامي]په رڼاكي په نه ستړي كيدونكي توګه كاراومبارزه كړي،چي له همدي كبله په هيواد اودخلكوپه منځ كي دنوروملي دموكراتواوچپوځواكونوپه پرتله يواځني هيوادني سياسي سازمان په توګه پيژندل كيږي.

داغورځنګ دخپل ژوندڅلورم پسرلي په داسي وخت كي پيل كوي چي په هيوادكي دخلكو

اقتصادي ژوند ترپخوالازيات ستوزمن شوې،خلك ځينوځايوكي وښوخوړلواوحتي داولادونوخرڅولوته اړشوي ، دبهرنيوځواكونودشتون سره سره دنيشه ېې

توكومافيا دالقاعده اونورو تروريستي ډلوسره يوځاي ملي امنيت ګډوډكړي،په دولتي ادارو

دبډو،اختلاس اواداري فساد نه خلك په تنګ شوي،ټوپكماراوس هم دخلكوځمكي په زورولجه كوي،دبيارغوني كارپه ډيره سستۍسره پرمخځي،دورونومليتونوترمنځ يووالي

ته ددولت په دري ګونوقواؤديوشميرمعينوكړيوله خواددبي باورۍ لمن وهل كيږي.چي

پايله ېې دخلكواودولت ترمنځ دزيات واټن رامنځته توب دي.

دافغانستان دپرمختګ اودموكراسۍټوليزغورځنګ دهيوادپدي حساسوشيبوكي دخپل تاريخي مسؤليت اورسالت په پوهيدوسره كه له يوي خوادخپلي تګلاري اواساسنامي

په رڼاكي ددي غورځنګ دليكودپراختيااوټينګښت لپاره پاخه ګامونه اخستي،دبلي خوا

ېې په هيواد دسولي،دموكراسۍ،ملي امنيت دپياوړتيااودخلكوپراخه پرګنوداقتصادي،

امنيتي اوټولنيزو ستونزودله منځه وړولوپه اړوندخپلوغونډواوخپرونوكي دولتي ارګانونو

ته دحل لاري چاري كړيدي.همداراز دافغانستاندپرمختګ اودموكراسۍ ټوليز غورحنګ

دخپلهيوادني مسؤليت په پوهيدوترپخوا لازيات دهيواد دتيرورښتينومبارزينوپه څيرپه هوښيارۍ اوځان تيريدني سره دهملوروپرمختګ غوښتونكوځواكونوديوځاي كيدواړوند

خپله دنده بولي اوپدي لاره كي په ټول توان،صداقت اورښتينولي په هيوادكي دتلپاتي

سولي –دموكرسۍ،تولنيزعدالت اودمليتونوترمنځ په ورورولۍ اوبرابرۍپه اصل ټينګار

كوې اومخ په وړاندي ځي.دنوموړي غورځنګ دبنسټ ايښودونكوغونډي[مجلس موسسان]

اواجرائيه هئيت په خپلواعلاميواوفيصلوپه هيواد دټولو ملي-دموكراتيكوځواكونوسره د

يوي پراخي هيوادنۍجبهي څخه نيولي بياترسازماني يووالي پوري دهررازخبرواترولپاره

په اصولواوعمل كي چمتووالي ښودلي دي.

په همدي اساس دلمړي ځل لپاره ددي غورځنګ په نوښت ۱۳۸۶لمريزكال دلړم دمياشتي

په لسمه نيټه په كابل كي دملي-دموكراتوځواكونوچي پكي زيات شمير سياسي سازمانونو،

دولسي او مشرانوجرګوغړيو،دټولنيزوسازمانو،پوهانو،عالمانو،روحانيونو،ملي سوداګرو،

هنرمندانو،ژورنالستانو،ملي مستقلوشخصيتونو،داروپا-يونامااوناټوملكي استازيوګډون

درلود،پراخه غونډه جوړه شوه.

په غونډه كي دافغانستان دپرمختګ اودموكراسۍ ټوليزغورځنګ داجرائيه هئيت وينا د

ملګري شيرمحمد بزرګرله خواګډونكوته وړاندي شوه چي پكي دهيوادسياسي،اقتصادي،

ټولنيزاو نظامي حالت په روښانه اوانتقادي بڼه څيړل شوي ؤاوپه راتلونكي كي ددي حالت

څخه دوطن اوخلكودخلاصون لاري چاري پكي په ګوته شوي وې.

همدارازپه اروپا كي بياهم ددي غورځنګ په نوښت دروان عيسوي كال داپريل په نولسمه

دنوروڅلوروسياسي ګوندونو،مستقلوسياسي شخصيتونواوځينوسياسي ډلوپه ګډون پراخه

غونډه جوړه شوه.په غونډه ملګري شفيق الله توده ېې په اروپا كي دنوموړي غورځنګ

مشرپه هيوادكي داوسني حالت دهراړخيزې څيړني وروسته دملي-دموكراتيكواوچپو ځواكونوديوځاي كيدو په اړينتوب ټينګار وكړ[دافغانستان دپرمختګ اودموكراسۍ توليز

غورځنګ دپرمختګ غوښتونكوځواكونو ديووالي اوپيوستون داړينتوب پراساس منځته

راغلي،دټولوهمغږو[همفكرو]سره دبشپړيووالي،دعمل اوسياسي يووالي لپاره په يوه پراخه

هيوادنۍدموكراتيكه جبهه راټوليدل  دخپلومرامي اوعملي دندوڅخه ګڼي اوپدي لاره كي د

هيڅ ډول كوشش كولوڅخه ډډه نكوي]

ددي سره سره چي دافغانستان دپرمختګ اودموكراسۍ ټوليز غورځنګ دخپلي تګلاري په

رڼاكي تل دملي وطنپالوځواكونوديووالي اويوموټي توب په هكله رښتيني دريځ لري اوترپايه په هغي ټينګاركوي.ولي آفسوس چي ځيني پيژندل سازمانونه اوكړۍ په ښكاره

[ظاهرآ]ديووالي ناري وهي اوځان دنورو په پرتله پدي لاره كي مخكښ بولي،ولي په

عمل په سازماني يووالي كي خپل زوال ويني ،بلكه دوطنپالودپراخي ملي هيوادنۍ جبهي

جوړيدوسره هم مينه نلري.دملي دموكراتوځواكونوپه ليكوكيپه سياسي بډووركولوسره

درزونه اچوي،چي په حقيقت دمهلت غوښتونكو[فرصت طلبانو]اواسلامي بنسټ پالو

دموقف په ټينګولوكي مرسته كوي اوخلكوپه وينا[اوبه خړوي اوكبان نيسي].

مګرهغوي هيركړي چي ددي غورځنګ بنسټ ايښودونكي،كدرونه اوزياتره غړي هغه

ازمايل شوي مبارزان دي چي پاچاهي نظام څخه نيولي دامين اودهغه دتورمخي بانډ په

زندانونوكي دمرګ ترپولي اوبيادتنظيمي اوطالبي نظامونوپه تورتم كي په يوموټي توب

اوايماندارۍ كړي اودخپلوخلكواوهيوادسرښندونكوجنډه ېې اوچته وساتله.

ددي غورځنګ په وړاندي په هيوادكي دملي واكمني،امنيت،سولي اودموكراسۍ دټينګښت

اودهرډول ظلم،ملي نژادي توپيرنه خلاصي ټولني ترجوړيدوپوريډيري ستونزي پرتي او

لياره لااوږده ده،چي هرڅوك پدي اغزمنه لياره دتګ توان نلري.

دافغانستان دپرمختګ اودموكراسۍ ټوليزغورځنګ ټولو په وطن اوخلكومينوپتيلي چي دا

ليار به لنډ ه وې ،په هيواد كي به دازادۍ اواستقلال بيرغ لوړساتي اوخپلو خلكوته به د

سوكاله ژوند دبرابرولوپه اړوند دهيڅ ډول سرښندني څخه ډډه نكوي.

په پاي كي پداسي حال كي دخپل ځان اوپه هالند كي دافغانستان دپرمختګ اودموكراسۍ غورځنګ دټولوغړيوپه استازيتوب دنوموړي غورځنګ بنسټ ايښودونكو،غړيواود

افغان ولس پراخه پرګنوته ددي غورځنګ ددريمي كليزي له امله نيكي هيلي اومباركي

وړاندي كوم.وطن اوخلكوته درښتينو خدمتګارانوپه توګه ورته برياليتوب غواړم.

 

نيكمرغه دي وي دافغانستان دپرمختګ اودموكراسۍ دټوليزغورځنګ دريمه كليزه.


June 16th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات